د مشرتابه د فرمانونو د عملي کولو او تعقیب په موخه د چارو ادارې پلاوي له مهترلام ښاروال سره وکتل

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۴۶
مجلس

د مشرتابه د فرمانونو د عملي کولو او تعقیب په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست څخه راغلي پلاوي د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت سره وکتل
په دې لیدنه کې پلاوي د خپل سفر هدف څرګند کړ او وې ویل چې دوی به د مهترلام ښار ترڅنګ په ټول لغمان کې د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق لپاره عملي اقدامات ترسره کړي
د پلاوي د معلوماتو له مخې، د یاد فرمان د عامه پوهاوي په موخه به د ښار په بیلابیلو سیمو کې بنرونه ولګول شي او د خلکو کورونو ته به هم د فرمان پیغام ورسول شي
په ۱۷مه ګڼه فرمان کې ټینګار شوی، چې د خېښیو، ودونو، مصیبتونو، او همداراز د حج او عمرې له راستنېدو پر مهال باید له هغو ناسم او ستړیا جوړونکو دودونو څخه ډډه وشي، کوم چې د خلکو پر اقتصاد او ټولنیزو ارزښتونو ناوړه اغېز لري
ښاروال د پلاوي هرکلی وکړ، دغه اقدام یې یو نیک ګام وباله او ډاډ یې ورکړ چې د ښاروالۍ اداره به د فرمان په پلي کولو کې له پلاوي سره هر اړخیزه همکاري وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۶:۱۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پنځه پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

یاد کانال چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۶:۴
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې پرژوې چارې پیل شوې

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت په پارکونو کې چمنونو، ونو او بوټو ته د اوبو رسولو او ذخیرو جوړولو چارې پیل شوې

د یادې پروژې بنسټ ډبره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۷:۳۶
Background image

د قبایلو ریاست مخې ته د پلو لارو د جوړولو، د کټارو او برېښنايي تنویري پایلو د لګولو چارې په چټکۍ روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د لغمان ولایت د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د پلو لارو د جوړولو، د کټارو او برېښنايي تنویري پایلو د لګولو چارې په چټکۍ روانې دي، چې تر اوسه یې ۷۰% سلنه. . .

BACK TO NEWS