د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

web_admin
خبرتيا

مهترلام ښاروالۍ رهبري د مهترلام ښار ټولو ښاریانو ته خبر ورکوي چې د مشرتابه د فرمان پر اساس که یو شخص په خپل ملکیت کې ودانۍ جوړوي او په څنګ کې یې پیوسته او یا د لارې د اندازې په فاصلې سره د بل شخص د استوګنې ودانۍ شتون ولري، نوې ابادي کوونکی شخص نشي کولای چې د همسایه طرف ته داسې کړکۍ پرېږدي چې د هغه د کور انګړ، پخلنځای، کوهي او داسې نور ځایونه چې عادة او عرفاً ښځې پکې ناسته ولاړه کوي ترې ښکاري
که چا له یاد فرمان څخه وړاندې کړکۍ پرېښې وي نو مکلف دي چې د یو انسان قد برابر دیوال پکې پورته کړي او له دې وروسته څوک نشي کولای چې د پورته مواریدو پر اساس کړکۍ پرېږدي، که هر شخص د مشرتابه د فرمان خلاف پرزي وکړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري

Latest announcements

Wed, Oct 21 2026 9:59 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاوالۍ غواړي چې د مهترلام ښاروالۍ اړوند د دویمې او دریمې ناحیو د احاطو دیوال د جوړولو پروژه په قرارداد ورکړي په شرایطو برابر شرکتونه که غواړي چې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي نو خپل . . .

Sun, Oct 11 2026 4:30 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې د لومړۍ ناحيې اړوند د محبت مارکیټ د ترمیم پروژه په قرارداد ورکړي، په شرایطو برابر شرکتونه چې غواړي په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر له . . .

Thu, Oct 01 2026 7:18 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې د دوهمې ناحيې اړوند د لابراتوار د احاطې دیوال پروژه، د ارزیابۍ کمېټې له ګټونکي ( عبدالاحد ساختماني شرکت) سره د ( ۵۴۹۳۹۸) پنځه سوه نهه څلوېښت زره، درې سوه اته . . .

Back to announcements