د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

web_admin
خبرتيا

مهترلام ښاروالۍ رهبري د مهترلام ښار ټولو ښاریانو ته خبر ورکوي چې د مشرتابه د فرمان پر اساس که یو شخص په خپل ملکیت کې ودانۍ جوړوي او په څنګ کې یې پیوسته او یا د لارې د اندازې په فاصلې سره د بل شخص د استوګنې ودانۍ شتون ولري، نوې ابادي کوونکی شخص نشي کولای چې د همسایه طرف ته داسې کړکۍ پرېږدي چې د هغه د کور انګړ، پخلنځای، کوهي او داسې نور ځایونه چې عادة او عرفاً ښځې پکې ناسته ولاړه کوي ترې ښکاري
که چا له یاد فرمان څخه وړاندې کړکۍ پرېښې وي نو مکلف دي چې د یو انسان قد برابر دیوال پکې پورته کړي او له دې وروسته څوک نشي کولای چې د پورته مواریدو پر اساس کړکۍ پرېږدي، که هر شخص د مشرتابه د فرمان خلاف پرزي وکړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيې اړوند د حاجیانو د کلي د سرک دوهم فاز چارې ترسره کوي، چې نوي سهاک ودانیز شرکت د یاد سرک جوړیدو پروژې لپاره ۱۵ میلیونه ۳۵۴ زره ۵ سوه ۳۳ افغانۍ نرخ ورکولو سره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيي اړوند د شاپنګ مال غرب طرف د پارک د احاطې جوړولو پروژه په قرارداد ورکوي، هر هغه شرکتونه چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد د نیولو لیوال وي، خپل . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۲۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې په دویمه او درېیمه نواحیو کې اداري تعمیرونه جوړ کړي، هر هغه شرکتونه چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد نیولو لیوال وي خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر څخه . . .

Back to announcements