د مهترلام ښار د موټرو پلورنځیو مسؤلینو خپلې ستونزې له ښاروال سره شریکې کړې

web_admin
Tue, May 12 2026 4:54 AM
ستونزی

د مهترلام ښار د موټرو د پلورنځیو (بارګینونو) مسؤلینو د خپلو ستونزو د حل په موخه له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره ناسته وکړه

د بارګینونو مسؤلینو په پیل کې د ښاروالۍ له ریاست مقام څخه مننه وکړه، چې د خلکو ستونزې په مستقیم ډول اوري، او وروسته یې خپلې یو شمېر ستونزې او غوښتنې له ښاروال سره شریکې کړې
مهترلام ښاروال ټولو راغلو مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او ډاډ یې ورکړ، چې شته ستونزو ته به یې د امکاناتو او اصولو له مخې رسېدنه کېږي

ښاروال همداراز مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، هغه ځمکې چې د ښاروالۍ له لوري د بارګینونو لپاره ورکړل شوي او کارونه یې نیمګړي پاتې دي، باید ژر تر ژره یې چارې بشپړې شي
 نوموړي خبرداری ورکړ، که په ټاکلې موده کې لازم اقدامات ترسره نه شي، یادې ځمکې به بېرته ترې واخیستل شي

د یادونې وړ ده، چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د پراختیا او نظم په موخه د موټرو بارګینونه د پنځمې ناحیې اړوند ترمینل ساحې ته انتقال شوي او اوس مهال هلته فعالیت کوي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS