د مهترلام ښار د پراختیا، د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د سړکونو د رغولو په موخه له مشورتي بورډ سره ناسته ترسره شوه

web_admin
Tue, Jun 16 2026 5:33 AM
 مشورتي بورډ

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، چې د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري او د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار د پراختیا، د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د سړکونو د رغولو په موخه له مشورتي بورډ سره د همغږۍ او سلا مشورې ناسته ترسره شوه

په ناسته کې ښاروال راغلو مشرانو او د مشورتي بورډ غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ مهترلام ښار د ټولو ګډ کور وباله او ویې ویل، چې د ښار د آبادۍ، پراختیا او ښاري خدمتونو د پیاوړتیا لپاره پلانونه لري او هڅه کوي د خلکو اړتیاوو ته په پام اساسي او دوامدارې پروژې پلي کړي

ښاروال د مهترلام ښار د پراختیا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو، د پلو لارو د تنظیم او د سړکونو د بیارغونې په اړه د مشورتي بورډ له غړو سره هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه
نوموړي څرګنده کړه، چې په روان کال کې د ښار د یو شمېر مهمو سړکونو د رغولو او ترمیم پلانونه په پام کې نیول شوي، چې په عملي کېدو سره به یې د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او ګڼ شمېر خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي

د مشورتي بورډ غړو په نوبت سره خبرې وکړې، د مهترلام ښاروالۍ وروستي فعالیتونه یې وستایل او د ښار د لا پراختیا، ښاري نظم او د عامه خدمتونو د ښه والي په موخه یې خپل نظرونه، وړاندیزونه او مشورې شریکې کړې

د ناستې په پای کې د ښاروالۍ او مشورتي بورډ غړو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او ګډ کار پر دوام ټینګار وشو، ترڅو د مهترلام ښار د پراختیا او ښاریانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS