د مهترلام ښار د پنځمې ناحيې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې زینتي بوټي او ګلان کېنول شول

web_admin
Thu, Feb 26 2026 5:33 AM
نيالګي

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار د پنځمې ناحيې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې د یادې سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه زینتي بوټي او ګلان کېنول شول

د یادو ګلانو او زینتي بوټو د نهال پر مهال مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل، چې د ګلانو او زینتي بوټو په کرلو سره د یادې سیمې ښکلا او زرغونتیا زیاتیږي

همداراز نوموړي زیاته کړه، چې دوی سږکال د مهترلام ښار د سرسبزه کولو په موخه د ۸ زره میوه لرونکو او غیرې میوه لرونکو نیالګیو د کېنولو لړۍ هم پیل کړې چې د مهترلام ښار په ټولو ناحیو کې به په منظم شکل نهال کړل شي

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ هرکال د مهترلام ښار د زرغونتیا په موخه د ښار په مختلغو ساحو کې نیالګي کېنوي

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS