د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

web_admin
Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
 خړوبول

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې ترسره کېږي، ترڅو شنې ساحې زرغونې او تازه پاتې شي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وايي، د ښار د زرغونتیا ساتنه او پراختیا د ښاروالۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې به هڅې په دوامداره توګه روانې وساتل شي
نوموړی له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښاري نظم ترڅنګ د ګلدانونو او شنو ساحو په ساتنه کې د ښاروالۍ له کارکوونکو سره همکاري وکړي، ترڅو ښه منظم او زرغون ښار ولرو

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS