د پنځمې ناحيې ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
یاده ناسته چې د مهترلام ښاروالۍ د پنځمې ناحيې مدیریت کې برابره شوې وه د یادې ناحیې مدیر محمد منیر فاروق او ګذر وکیلانو ګډون کړی ؤ
په لومړیو کې ګذر وکیلانو د ښاروالۍ او په خاصه توګه د پنځمې ناحیې مدیریت چارې وستایلې او مننه یې وکړه چې وخت پر وخت ورسره د همغږۍ ناستې ترسره کوي
هغوئ همداراز خپلې یو شمیر ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شریکې کړې
د ناحیې مدیر محمد منیر فاروق ګذر وکیلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه کوي
نوموړي همداراز یادو ګذر وکیلانو ته سپارښتنه وکړه چې په سیمه کې د ښاروالۍ له کارکوونکو سره د همکارۍ ترڅنګ باید امنیتي اورګانونو سره هم همکار پاتې شي، ترڅو د ستونزو مخه ونیول شي
