لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۵۵ ميليونه افغانيو په لګښت د بېلابېلو پروژو چارې روانې دي

web_admin
Sun, Aug 30 2026 11:11 AM
 پروژې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بوديجې څخه په مهترلام ښار کې د ۵۵ میليونه افغانيو په لګښت ۷ بېلابېلې پروژې پلې شوي، چې دا مهال يې چارې په چټکۍ او منظم شکل جریان لري

د یادو پروژو په لړ کې د دوو ناحیو د مدیریتونو لپاره د اداري ودانیو جوړول، د کابل ـ جلال‌اباد هډې ترڅنګ د معیاري پمپ‌ سټېشن جوړول، د استنادي دیوال رغول، د حاجیانو کلي د سرک جوړول او همداراز د پارکونو جوړول شامل دي، چې په يادو پروژو کې دا مهال ۶۵۰ تنو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده

مهترلام ښاروالۍ د روان ۱۴۰۵ کال لپاره یو شمېر نورې ټولګټې او پراختیايي پروژې هم پلان کې لري، چې د کال په اوږدو کې به یې عملي چارې پیل شي

له یادو پروژو علاوه مهترلام ښاروالۍ د کارونو په وخت او منظم شکل ترسره کولو په موخه سږکال د ښاروالۍ لپاره د ۲.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ماشینري، دوه فلډر موټرونه او دوه زرجونه هم خرېداري کړې دي، چې اوس مهال د ښاریانو د خدمت، د ښار د پاکوالي او نورو اړوندو چارو په برخه کې ترې ګټه اخیستل کېږي

Latest news

Mon, Oct 26 2026 6:17 AM
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

Mon, Oct 26 2026 6:14 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

Thu, Oct 22 2026 7:44 AM
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS