له امراضو او حشراتو څخه د نباتاتو د ساتنې په موخه دواپاشي ترسره شوه

web_admin
Mon, Apr 13 2026 11:00 AM
دواپاشي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړي هدایت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو باندې د دواپاشۍ چارې پیل شوي، چې نن د یادې دواپاشۍ په لړ کې د دریمې ناحیې اړوند د ډاکټر محمد ظاهر پارک کې دواپاشي ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ د سرسبزۍ مامور ریحان الله اریان وویل، چې یاده دواپاشي د نیالګیو، بوټو، ګلانو او چمنونو د بېلابېلو امراضو او زیان‌رسوونکو حشراتو څخه د ساتنې په موخه ترسره کېږي، تر څو شنې ساحې خوندي پاتې شي او د ښار ښکلا نوره هم زیاته شي

هغه زیاته کړه چې نن په دریمه ناحیه ډاکټر محمد ظاهر پارک کې یاده دواپاشي ترسره شوه او دا چاره به په ټولو پارکونو کې عملي شي

Latest news

Mon, Apr 13 2026 11:04 AM
Background image

د مهترلام ښار له قصابانو څخه جدي څارنه وشوه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په ملتیا د ښار په بېلابېلو سیمو کې له قصابانو څخه څارنه ترسره کړه

ښاروال له قصابانو وغوښتل، چې غوښه یوازې. . .

Mon, Apr 13 2026 11:00 AM
Background image

له امراضو او حشراتو څخه د نباتاتو د ساتنې په موخه دواپاشي ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړي هدایت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو باندې د دواپاشۍ چارې پیل شوي، چې نن. . .

Mon, Apr 13 2026 10:57 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ ملکیتونو څخه لیدنه وشوه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي او د املاکو مدیر محمد اصف یې ملتیا کوله د لومړۍ ناحیې اړوند د ښاروالۍ له یو شمېر ملکیتونو څخه یې لیدنه. . .

BACK TO NEWS