په مهترلام ښار کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ بیارغونې پروژې پلي شوې

web_admin
Thu, Mar 26 2026 5:41 AM
پروژې

د لغمان مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۴ مالي کال په جریان کې له خپلې داخلي بودیجې څخه په مهترلام ښار کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ بیارغونې پروژې پلي کړې دي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وایي، یادو پروژو څخه د ۹ پروژو چارې بشپړې شوې او د پاتې درې پروژو کارونه لا هم جریان لري، چې شاوخوا ۸۵ سلنه یې کارونه بشپړ شوي دي

د نوموړی په وینا، دغه پروژې د ښار د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د سرکونو، پلچکونو، پلو لارو، لښتیو، سایه‌بانونو، څاه ګانو، د تیلو پمپ جوړولو، د ښار د سرسبزۍ او د پارکونو د خړوبولو لپاره د حوضونو د جوړولو په برخو کې پلي شوې دي

نوموړي زیاته کړه، چې د دغو پروژو د تطبیق پر مهال په ورځني ډول شاوخوا ۵۶۶ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه

ښاروال همداراز وویل، چې په ۱۴۰۴ مالي کال کې د ښاروالۍ له عوایدي سرچینو مارکیټونو، دروازو، جوازونو، غرفو او ښاري خدمتونو څخه ټولټال ۱۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي، چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله پکې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره هم د ښار د آبادۍ او سمسورتیا په موخه ګڼې پروژې په پلان کې لري، چې په پلي کېدو سره به یې خلکو ته د کار کولو نورې زمینې هم برابرې شي

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS