په مهترلام کې د پارکونو د منظمولو او خړوبولو چارې روانې دي

web_admin
Sun, Aug 17 2025 7:11 AM
د پارکونه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د پارکونو، ګلدانونو د منظمولو او خړوبولو چارې د ځانګړي پلان له مخې په منظم ډول دوام لري، په دې لړ کې د ښار پارکونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، ترڅو د ښاریانو لپاره یو ښکلی، شین او د استوګنې مناسب چاپېریال برابر شي
نن د یاد مدیریت مامور انجنیر ریحان الله اریان د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ له روانو چارو نږدې لیدنه وکړه، نوموړي د ترسره شویو کارونو کیفیت وارزاوه او اړوندو کارکوونکو ته یې د لا زیاتې پاملرنې سپارښتنه وکړه
د یادونې وړ ده چې د ښاروالۍ د سرسبزۍ او تنظیف مدیریت هڅه کوي د خلکو په همکارۍ د ښار د ښکلا او زرغونتیا په برخه کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته کړي

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS