د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د کورونو او بلاکونو د لوړې کرایې د مخنیوي په موخه له ګذر وکیلانو سره ناسته وشوه

web_admin
Tue, Jan 20 2026 6:38 AM
کمېټه

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د کورونو او بلاکونو د کرایې زیاتوالي د مخنیوي په موخه یوه مهمه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د لومړۍ ناحیې مامور اجمل‌خان خروټي وویل، چې د ګذر وکیلانو ترمنځ یې یوه کمېټه جوړه کړې ده، ترڅو په خپلو اړوندو ګذرونو کې د کورونو او بلاکونو د کرایې د لوړوالي مخه ونیسي. 
نوموړي زیاته کړه، چې یاده کمېټه به د خپلو ترسره شویو اقداماتو راپورونه په منظم ډول له لومړۍ ناحیې مدیریت سره شریکوي

اجمل‌خان خروټي همداراز ټینګار وکړ، چې د ناحیې مدیریت هڅه کوي تر څو د ښاریانو، په ځانګړي ډول له پاکستان او نورو هېوادونو څخه راستنو شویو افغانانو، لپاره د استوګنې اسانتیاوې برابرې شي او د کرایې له غیرمنطقي لوړوالي څخه مخنیوی وشي

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د ناحیو مدیریتونه د ښاریانو د ستونزو د حل او د ټولنیز ثبات د ټینګښت په موخه وخت پر وخت له ګذر وکیلانو سره ناستې ترسره کوي

Latest news

Thu, Jun 04 2026 5:57 AM
Background image

د مهترلام ښار اړوند رحماني چوک کې د موسمي اوبو د راوتلو د مخنیوي په موخه عملي اقدامات ترسره شول

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د ښاروالۍ یو شمېر آمرینو او مدیرانو یې ملتیا کوله، په مهترلام ښار کې له هغې ویالې څخه لیدنه وکړه چې د موسمي بارانونو پر مهال ډکېږي او اوبه. . .

Thu, Jun 04 2026 5:50 AM
Background image

د علي خېلو لېسې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د فعالیتونو په اړه د زده‌کوونکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د مکتب کمېټې جوړې شوې دي

په همدې لړ. . .

Thu, Jun 04 2026 5:46 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پلو لارو د خلاصون او د ښار د پاکوالي ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، چې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز، د ترانسپورټ ریاست او لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو یې ملتیا کوله، د ګڼه‌ګوڼې د. . .

BACK TO NEWS