د مهترلام ښاروالۍ له لوري په رسمي او منظور شويو پلانونو کې د خط‌اندازۍ چارې روانې دي

web_admin
Sun, May 03 2026 10:01 AM
خط اندازي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د پلان مدیر فرهاد سهاک او اصلاحي او تفصلي پلان مامور انجنیر عبدالواحد محمدي له لوري په رسمي او منظور شويو پلانونو کې د خلکو د نمرو د تثبیت او خط‌اندازۍ چارې په منظم ډول روانې دي

د ښاروالۍ د پلان مدیر فرهاد سهاک وویل، چې دا پروسه اوس مهال د مهترلام ښار د څلورمې ناحیې اړوند د څپرو په تفصلي او انکشافي پلان کې جریان لري او په راتلونکو پړاوونو کې به نور ټول منظور شوي پلانونه هم تثبیت او خط‌اندازي شي

نوموړي زیاته کړه، دا هغه نمرې دي چې په تېرو کلونو کې توزیع شوې وې، خو تر اوسه یې عملي تثبیت نه و شوی، اوس به د یادې پروسې له بشپړېدو وروسته هر شخص ته خپله نمره په واضح ډول وښودل شي
هغه همداراز وویل، چې د خط‌اندازۍ او تثبیت له بشپړېدو سره به له یوې خوا د خلکو د سرپناه ستونزې هوارې شي او له بلې خوا به ګڼ شمېر بې‌کاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي
د یادونې وړ ده، چې د نمرو له تثبیت او خط اندازۍ وروسته هغه هېوادوال چې په یادو پلانونو کې استوګنیزې نمرې لري، کولای شي د ښاروالۍ د قانوني جواز له ترلاسه کولو وروسته د خپلو نمرو د آبادۍ چارې پیل کړي

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS