د ازادی څلی افتتاح

د مهترلام ښاروالۍ له لوري په لغمان کې د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت د ازادۍ جوړ شوی څلی پرانیستل شوو.
نن د سه شنبې په ورځ د کب په ۲۰ نېټه د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ، مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار او یو شمېر نورو مسوولینو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره د ښاروالۍ په پارک کې د ازادۍ جوړ شوی څلی پرانیستل شو.
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې چې د ښاروالۍ له بودیجې څخه یې په ملي پارک کې د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت په درې میاشتو کې د ازادۍ څلی جوړ کړ.
په ورته مهال د لغمان والي خوښي اوښوده چې په دې ولایت کې ورځ تربلې د رغونې لړۍ په خورا ښه او چټک شکل روانه ده.
نوموړي وویل، چې د ازادۍ ۱۰۱ کالیزې ته به له دې ور اخوا په نورو برخو کې هم ډير کار وشي او تمه ده چې دغه مراسم په خورا شانداره ډول سره ونمانځل شي.