لغمان کې د خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزې په ویاړ باندې مشاعره،تمثیلي پارچې، ورزشي نمایشونه او د سندریز ماښام بېلا بېل پروګرامونه ترسره شول.

دلغمان ولایت مرکز مهترلام کې د زمري په ۲۵ ماښام ناوخته د هېواد دخپلواکۍ ۱۰۱ کالیزې په ویاړ د لسګونه شاعرانو په ګډون مشاعره، د تیاتر او لوبغاړو نمایشونه او د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي استاد ګلزار عالم په غږ کې سندریز ماښام ترسره شوو.
په دې مراسمو کې د لغمان والي رحمت الله یارمل سره بېره مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار، ددې ولایت ملکي او نظامي مسوولینو، لسګونه ځوانانو، د ننګرهار او لغمان فرهنګیانو، شاعرانو، لیکوالانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم له لوري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د شعر او ازادۍ په ارزښت هر اړخیزې خبرې وشوې.
هغه دغه راز په دې ولایت کې د خپلواکې ۱۰۱ کالیزې په ویاړ د بېلا بېلو ترسره کړو پروګرامونو او پاتې هغو اړوند معلومات شریک کړل.
صمیم زیاته کړه چې له دا ډول مشاعرو موخه په ځوان نسل کې د هېوادنۍ مینې او د خپلو ملي اتلانو سره د دوی لا ښه پیژندل دي.
په دې مراسمو کې د لغمان تیاتر ټیم او د تکواندو لوبغاړو له لوري بېلا بېل نمایشونه ترسره شول.
دغه راز د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي ګلزار عالم له لوري څو په زړه پورې وتلې ملي او حماسي سندرې هم وویل شوې.
۱۳۹۹/۵/۲۶
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر