د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د پنځمې ناحیې د قرارګاه په ساحه کې د پاک کارۍ چارې ترسره شوې

نن د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو د ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قرارګاه په ساحه کې د خاکروب پراخ فعالیتونه ترسره کړل
په دې فعالیتونو کې هغه سړکونه او لارې جارو او پاکې شوې چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله له خاورو، شګو، کثافاتو او خځلو ډکې شوې وې او د تګ راتګ په برخه کې یې ستونزې راولاړې کړې وې
مامور حیات الله تلوار، چې د یادو فعالیتونو مشري کوي، وایي چې دا یې دریمه ورځ ده په یادو سیمو کې د پاک کارۍ چارې پر مخ وړي او هڅه کوي چې خلکو ته یو پاک، سالم او معیاري چاپېریال برابر کړي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي په دوامداره ډول د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پاک کارۍ چارې ترسره کوي ترڅو ښاریانو ته روغ او د ژوند وړ چاپېریال رامنځته کړي