مهترلام ښاروالۍ فوټسال لوبډلې د ختیځ زون اتلولي خپله کړه

web_admin
Sat, May 17 2025 10:32 AM
لومړی مقام

د ننګرهار په کوربتوب د ځوانانو راډیو فوټسال جام سیالۍ چې د ختیځ زون کنړ، ننګرهار، نورستان او مهترلام ښاروالۍ  لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، مهترلام ښاروالۍ فوټسال لوبډلې په پایلوبه کې ننګرهار ته څلور د درې په مقابل کې ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي وګټله
د پایلوبې د لیدلو او د لوبغاړو د تشویق په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري ترڅنګ، د لغمان د فوټبال فدراسیون رئیس جمشید رحيمي، د ننګرهار د شپږمې حوزې امر، د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس، د فوټبال لوبې لوبغاړو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو
الحاج عباس عمري د یادې بریا مبارکي ورکړه او دا یې د مهترلام ښاروالۍ او ټول لغمان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله، نوموړي زیاته کړه: "زموږ لوبډله ثابته کړې چې د هر ډول شرایطو سره سره، کولای شي بریاوې ترلاسه کړي
د لغمان د فوټبال فدراسیون رئیس جمشید رحیمي د مهترلام ښاروالۍ لوبډله یوه پیاوړې او بااستعداده لوبډله وبلله او څرګنده یې کړه چې دا لوبډله به د زون په کچه د لغمان نمایندګي وکړي
د ښاروالۍ د فوټبال لوبډلې کپتان وحید الله له مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ له امر څخه مننه وکړه چې د دوی لپاره یې د لوبو امکانات او اسانتیاوې برابرې کړې دي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ فوټسال لوبډله له دې وړاندې هم په یو شمیر سترو سیالیو کې د بریا ښه ریکارډونه لري

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS