د مهترلام ښار د پراختیا او د ګڼې‌ګوڼې د مخنیوي په موخه د مستریانو د انتقال چارې روانې دي

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۶:۴۸
 مستریان

د مهترلام ښار د پراختیا، د ښاري نظم د ټینګښت او د ګڼې‌ګوڼې د مخنیوي په موخه د ښار له بېلابېلو برخو څخه د مستریانو د انتقال چارې روانې دي

په همدې موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق له یو شمېر مستریانو سره ناسته ترسره کړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌اباد هډې په سیمه کې هغه ځایونو ته چې د ښاروالۍ له لوري ورته مشخص شوي، خپل دوکانونه انتقال کړي
ښاروال وویل، د مستریانو انتقال به له یوې خوا د ښار د پراختیا او ښاري نظم لامل شي او له بلې خوا به په ښار کې د ګڼې‌ګوڼې د کمېدو او د تګ‌ راتګ د اسانتیاوو په رامنځته کېدو کې مهم رول ولري
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې مهترلام ښاروالۍ ټولو مستریانو ته خبر ورکړی و، چې خپل دوکانونه له ښاره انتقال کړي؛ خو د ټاکل شوې مودې له تېرېدو وروسته، د هغو مستریانو دوکانونه چې انتقال یې نه دی کړی، د ښاروالۍ له لوري مهرلاک شوي دي

مهترلام ښاروال ټینګار کوي چې یاد دوکانونه به تر هغه پورې بېرته خلاص نه شي، ترڅو یې مالکین د ښاروالۍ له لوري ټاکل شویو ځایونو ته خپل کاروبارونه انتقال نه کړي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS