د مهترلام ښار د پراختیا او د ګڼېګوڼې د مخنیوي په موخه د مستریانو د انتقال چارې روانې دي
د مهترلام ښار د پراختیا، د ښاري نظم د ټینګښت او د ګڼېګوڼې د مخنیوي په موخه د ښار له بېلابېلو برخو څخه د مستریانو د انتقال چارې روانې دي
په همدې موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق له یو شمېر مستریانو سره ناسته ترسره کړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلالاباد هډې په سیمه کې هغه ځایونو ته چې د ښاروالۍ له لوري ورته مشخص شوي، خپل دوکانونه انتقال کړي
ښاروال وویل، د مستریانو انتقال به له یوې خوا د ښار د پراختیا او ښاري نظم لامل شي او له بلې خوا به په ښار کې د ګڼېګوڼې د کمېدو او د تګ راتګ د اسانتیاوو په رامنځته کېدو کې مهم رول ولري
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې مهترلام ښاروالۍ ټولو مستریانو ته خبر ورکړی و، چې خپل دوکانونه له ښاره انتقال کړي؛ خو د ټاکل شوې مودې له تېرېدو وروسته، د هغو مستریانو دوکانونه چې انتقال یې نه دی کړی، د ښاروالۍ له لوري مهرلاک شوي دي
مهترلام ښاروال ټینګار کوي چې یاد دوکانونه به تر هغه پورې بېرته خلاص نه شي، ترڅو یې مالکین د ښاروالۍ له لوري ټاکل شویو ځایونو ته خپل کاروبارونه انتقال نه کړي
