د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې
په یاده پاکونه کې له ویالې څخه خټې، خځلې او کثافات راوویستل شول او د اوبو بهیر عادي حالت ته راوګرځید
یاده چاره هر وخت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د ښار د پاکوالي او کثافاتو د راټولولو په موخه ترسره کېږي، ترڅو ښاریانو ته یو پاک او منظم چاپېریال برابر شي
