د مهترلام ښاروالۍ او اصنافو ترمنځ د ښاري نظم او پاکوالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

web_admin
Sat, Sep 19 2026 6:55 AM
همغږۍ ناسته

د مهترلام ښار د پاکوالي او ښاري نظم په موخه، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د امرینو په ملتیا، د ښار د مارکیټونو له مسؤلینو او اصنافو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په یاده ناسته کې ښاروال د مارکیټونو مسؤلینو او اصنافو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او له یادو ګډونوالو یې وغوښتل چې د ښار پاکوالي او ښاري نظم ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي

نوموړي همداراز د مارکیټونو مسؤلینو او اصنافو ته سپارښتنه وکړه چې د خپلو دوکانونو مخې ته سیارې کثافت‌دانۍ ولګوي او کثافات په منظم ډول په یادو کثافت‌دانیو کې واچوي، ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي یې یو لېرې ځای ته انتقال او دفن کړيپه ناسته کې د مارکیټونو مسؤلینو او اصنافو په وار سره خبرې وکړې، د ښاروالۍ فعالیتونه یې وستایل او خپلې یو شمېر ستونزې او غوښتنې یې د حل په موخه شریکې کړې

Latest news

Sat, Sep 19 2026 6:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ او اصنافو ترمنځ د ښاري نظم او پاکوالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښار د پاکوالي او ښاري نظم په موخه، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د امرینو په ملتیا، د ښار د مارکیټونو له مسؤلینو او اصنافو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په. . .

Sat, Sep 19 2026 6:51 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو د فعالیتونو دوام؛ د ښار یو شمېر ویالې پاکې شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو د ښاري پاکوالي او د اوبو د بهیر د عادي ساتلو په موخه، نن د ښار یو شمېر هغه ویالې پاکې کړې چې د کثافاتو د راټولېدو له امله ډکې شوې وې

یاده چاره د. . .

Sat, Sep 19 2026 6:49 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ معاون د ۱۴۰۵ کال پروژې او لاسته‌راوړنې له ملي تلویزیون سره شریکې کړې

د مهترلام ښاروالۍ معاون الحاج عبداللطیف اخندزاده د پشه‌يي ژبې له لارې له ملي تلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې د ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال پروژو، لاسته‌راوړنو، ترسره شوو فعالیتونو او وړاندې. . .

BACK TO NEWS