د مهترلام ښاروالۍ اړوند فوټسال لوبډلې د ختیځ زون په سطحه ګټلی جام مهترلام ښاروال ته ډالۍ کړ

د مهترلام ښاروالۍ اړوند فوټسال لوبډلې د ختیځ زون په کچه د سیالیو اتلولي ترلاسه کړه او د خپلې بریا جام یې د ښاروال الحاج مولوي رحمتالله شهامت حضور ته ډالۍ کړ
ښاروال ښاغلي شهامت د یادې بریا په مناسبت ټولو لوبغاړو ته مبارکي وویله او د هغوی هڅې یې وستایلې، نوموړي ژمنه وکړه چې د دغه شان استعدادونو ملاتړ به دوامداره وي او دوی به د هر ډول تشویق او پاملرنې مستحق ګڼي
ښاروال له خپلې خوا هغه لوبغاړي ته چې د سیالیو پر مهال یې غوره کارکردګي ښودلې وه، نغدي جایزه هم ورکړه
لوبغاړو له ښاغلي ښاروال څخه مننه وکړه چې د هغوی تر شا تل ولاړ دی، هغوی وویل" چې د ښاروال او د ښاري حکومتولۍ امر ملاتړ او مالي سهولتونه د دې لامل شوي چې دوی په میدانونو کې ښه وځلیږي او بریاوې ترلاسه کړي
دوی له ښاروال څخه غوښتنه وکړه چې دا ملاتړ دې دوام ومومي، څو وکولای شي په ملي کچه لا سترې لاسته راوړنې ولري
دا لومړی ځل دی چې مهترلام ښاروالۍ فوټسال لوبډله د ختیځ زون د ځوانانو راډیو جوړ شوي ټورنمېنټ اتلولي ګټي