د مهترلام ښار د زرغونتیا په موخه د نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه

web_admin
Sat, Feb 15 2025 4:59 AM
نيالګيو کېنول

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د مهترلام ښار د سمسورتیا په موخه د ۴ زره میوه لرونکو او غیرې میوه لرونکو نیالګیو کېنولو لړۍ نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او د ښاروالۍ د امرینو، مدیرانو او کارکونکو له لوري پیل شوه
د یادو نیالګیو کېنولو پر مهال مهترلام ښاروال وویل: دا چې د اوسني نظام موخه او هدف وطن ابادول او سمسورول دي، هر څه یې په عمل کې ښودلي او نن مو د وطن د ابادولو او زرغونولو یوه بله لړۍ پیل کړه چې د مهترلام ښار په ټولو ناحیو کې به نیالګي کینول شي
د مهترلام اوسیدونکو او نبات پيژندونکو د ښاروالۍ رياست دغه کړنه وستايله او زیاته یې کړه چې په دې سره به مهترلام ښار نور هم زرغون شي، د اکسیجن تولید به زیات شي، ناروغۍ به کمې شي او چاپیریال به ورسره پاک شي
د یادونې وړ ده چې تیر کال بیا د مهترلام ښاروالۍ له لوري په مهترلام ښار کې ۱۱ زره میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کېنول شوي ؤ چې د ټولو په منظم شکل ښه پالنه او ساتنه شوې ده

Latest news

Mon, Dec 08 2025 5:16 AM
Background image

مهترلام ښاروالۍ د پارکونو د زرغونتیا په موخه د اوبو منظم سیستم جوړوي

مهترلام ښاروالۍ د خپلو پروژو په دوام د پارکونو د زرغونتیا په موخه منظم د اوبه کولو سیستم جوړوي، چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ کې ګټونکي نعمان عبدالاحد. . .

Sun, Dec 07 2025 10:10 AM
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته د پاک چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري چې د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار له قصابیو څخه یې لیدنه وکړه او د پاک او منظم چاپېریال د ساتنې په. . .

Thu, Dec 04 2025 8:26 AM
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانېستل شو

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مرکز مهترلام اړوند دویمې ناحیې "حاجيانو کلي" کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک په اساسي شکل جوړ او نن رسماً د ترافیکو پر مخ. . .

BACK TO NEWS