د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس: هدف مو ولس ته خدمت دی، د ولس هره مشروع غوښتنه اورو او پروخت ورته ځواب وایوو

د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده لغمان ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت د والي او امنیه قومندان سربیره د ولایت د بیلابیلو ادارو مسؤلینو، وکیل ګذارانو، هټۍوالو او ولسونو سره په بیلابیلو لیدنو کې وویل "ولس ته خدمت کول او د هغوی مشروع غوښتنې اوریدل مو د کار لومړيتوبونه دي، هیچاته د فساد، بې لارۍ او ولس زورونې اجازه نه ورکوو"
نوموړي زیاته کړه چې لغمان ته یې د سفر هدف د ښاروالۍ او نورو ادارو ترمنځ همغږي ډیرول، د پروژو څارنه او خلکو ته د ښاروالۍ د حقوقي حیثیت سربیره د بیلابیلو برخو پیژندل دي