په مهترلام ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه د ښاري کمیسون له لوري ریکشاؤ او موټرو لپاره هډې وټاکل شوې

web_admin
Thu, Nov 14 2024 10:00 AM
د ريکشاوو لپاره هډې


د ولایت مقام له لوري د ښاري نظم په موخه د مهترلام ښاروالۍ، لومړۍ حوزې، ترافیکو او ترانسپورت مدیریتونو په ترکیب کې یو ګډ کمیسون جوړ شوی ترڅو په ښار کې د ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي

د یاد کمیسون له لوري نن د عُمرزیو سمت ریکشاؤ لپاره د ده ملخ پُل ترڅنګ، د کیمپ او قرغیو سمت ریکشاؤ لپاره د کابل ـ جلال آباد پخوانۍ هډې ترڅنګ ځایونه مشخص شول چې له دې وروسته به یادې ریکشې او موټر په ټاکلي هډو کې مهر کېږي او په ښار کې به ګڼه ګوڼه ختمه شي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د کمیسون ملتیا یې کوله وې ویل چې دوی به د هر سمت ریکشاوو لپاره هډې مشخصې کړي ترڅو په ښار کې د ازدحام مخه ونیول شي او خلک په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي

یاده دې وي چې د یاد کمیسون له لوري تر دې دمه د علیشنګ، عُمرزیو، سرخکانو، قرغیو او کیمپ سمت ریکشاؤ او موټرو لپاره هډې ټاکل شوي دي

Latest news

Tue, Mar 03 2026 9:21 AM
Background image

د تنظیف کارکوونکو له لوري د علیشنګ د عمومي سرک په مسیر د ویالو او پلچکونو د پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د علیشنګ په مسیر د پښتون چوک څخه تر سلیمان چوک پورې د سړک د. . .

Tue, Mar 03 2026 8:13 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د ګلدانونو او پارکونو د خړوبولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري هره ورځ د پارکونو نیالګي او د ښار ګلدانونه په منظم شکل خړوبیږي ، د پارکونو د. . .

Tue, Mar 03 2026 7:49 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر اوسه یې. . .

BACK TO NEWS