د دویمې ناحیې مدیر له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

web_admin
Sun, Apr 12 2026 4:48 AM
ناسته

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې نوي ټاکل شوي مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د معرفت او همغږۍ ناسته ترسره کړه

په پیل کې ګذر وکیلانو ځانونه معرفي کړل، نوي ټاکل شوي مدیر ته یې د دندې مبارکي وړاندې کړه او په یاده ناحیه کې یې د غوره خدمت غوښتنه وکړه

وروسته، د ناحیې مدیر په خپلو خبرو کې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، چې ګذر وکیلان د ولس او ادارې ترمنځ مهم پُل دی او باید د خلکو ستونزې پر وخت له ادارې سره شریکې کړي

نوموړي همداراز له ټولو ګذر وکیلانو وغوښتل، چې د سیمې د نظم، ښه مدیریت او د خلکو د خدمت په برخه کې له ادارې سره نږدې همکاري وکړي

د یادونې وړ ده چې مولوي عبدالرحمن مزمل د چارو ادارې لوی ریاست د ۲۲۸۹ شمېرې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر ټاکل شوی دی

Latest news

Mon, Apr 13 2026 11:00 AM
Background image

له امراضو او حشراتو څخه د نباتاتو د ساتنې په موخه دواپاشي ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړي هدایت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو باندې د دواپاشۍ چارې پیل شوي، چې نن. . .

Mon, Apr 13 2026 10:57 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ ملکیتونو څخه لیدنه وشوه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي او د املاکو مدیر محمد اصف یې ملتیا کوله د لومړۍ ناحیې اړوند د ښاروالۍ له یو شمېر ملکیتونو څخه یې لیدنه. . .

Mon, Apr 13 2026 10:54 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند د شیخانو کلي د کثافت دانیو د پاکولو او د کثافاتو انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د شیخانو کلي د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو. . .

BACK TO NEWS