د لغمان استخباراتو ریاست په مسیر د سرک غاړې ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیریت په لارښونه د ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکونکو له لوري د لغمان د استخباراتو ریاست په مسیر د عمومي سرک د ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه
په یاده صفایي کې پلچکونه او ویالې په بشپړ ډول پاکې شوې او کثافات ترې راټول او یو مناسب ځای ته به انتقال شي
د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي چې د یادې صفايی پر مهال یې شتون درلود، وې ویل چې دوی د مهترلام ښار د ویالو، پلچکونو او سرکونو د صفا کولو لپاره پلان جوړ کړی او په ورځني ډول د پلان له مخې خپلې چارې ترسره کوي، چې د ښار ټولې ویالې، پلچکونه او سرکونه به په بشپړ ډول پاک اوسي
هغه وویل چې د تنظیف ډله یې هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې خپل فعالیتونه کوي او کثافات راټولوي