د لغمان والی ښاغلی محمد اصف ننګ د مخه ښۍ غونډه

د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ تر دوه نيم کلن بريالي ماموريت وروسته د دې ولايت څخه مخه ښه وکړه.
په همدې موخه سه شنبه د چنګاښ پر ۱۷ نېټه له غرمې وړاندې ځانګړي مراسم نيول شوي وو، چې پرمهال يې لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ سربېره، مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار، د ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي د دې شورا غړيو، د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو، ديني عالمانو، مدني ټولنو استازو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو.
لومړی مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار وويل په نظام کې تغير او تبديل د اداري اصولو مهم اصل دی.
هغه وويل په اداراتو کې تغير او تبديل په دې موخه ترسره کېږي، چې يو کس په بېلابېلو ځايونو کې کار وکړي او د بېلابېلو شرايطو سره ځان بلد کړي.
نوموړي وويل د مرکزي حکومت د پرېکړې په اساس د لغمان والي ښاغلی محمد اصف ننګ پرځای رحمت الله يارمل د دې ولايت د نوي والي په توګه ټاکل شوی، چې په نېږدې راتلوونکي کې به خپله دنده عملاً پيل کړي.
ښاغلي مظلوم يار د لغمان د والي د يو شمېر هغه کړنو څخه، چې په بېلابېلو سکتورنو کې يې ترسره کړې وې هم لنډه يادونه وکړه.
مرستيال والي وويل ښاغلی ننګ د بيا رغونې، غوره محلي حکومت داري، د اداراتو ترمنځ همغږۍ، د غصب مخنيوي، د ولس د ستونزو اورېدلو، د فساد سره مبارزې او د بې وزلو لاس نيوي په برخه کې ډېر هلې ځلې ترسره کړي، چې د لغمان ولسونه به يې تل په ياد لري.
ښاغلي مظلوم يار شاهي کانال، صنعتي پارک، ملي پارک، الياس خېلو کانال، د لغمان ولايت دوهمې درجې ته ارتقاع، حلقوي سړک، پوهنتون سړک، د الينګار، اليشنګ په ولسواليو کې دوه ۵۰ بيستريز کلينيکونه د پروژو منظورول او یو شمېر نورې د ښاغلي ننګ مهمې لاسته راوړنې يادې کړې.
نوموړي وويل د لغمان والي محمد اصف ننګ په ماموريت کې د دې ولايت لپاره ځانګړې شوې بوديجه ۹۷ سلنه په مصرف رسېدلې، چې دا کار د غوره حکومتولۍ نښه ده.
مرستيال والي د ولايتي ادارې په استازولۍ د ښاغلي ننګ نېږدې دوه نيم کلن ماموريت په لغمان ولايت کې بريالی ياد کړ او له هغه يې مننه وکړه، چې د دې ولايت په ټولو انکشافي برخو کې يې نه ستړې کېدوونکې هلې ځلې وکړې.
ورپسې د ولايتي شورا په استازولۍ د دې شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي، د امنيتي ارګانونو په استازولۍ د لغمان ولايت امنيه قومندان مل پاسوال منظور ستانکزي، د قومي مشرانو په استازولۍ حاجي ايوب او د ځوانانو په استازولۍ امين الله ناصري د لغمان والي د کړيو خدمتونو ستاينه وکړه.
نوموړو د ولسونو د ستونزو اورېدل، د امنيتي ارګانونو ترمنځ ښه هغمږي، د اجتماعي ستونزو حلول، انکشاف او بيا رغونه د والي ننګ د غوره لاسته راوړنو څخه وګڼلې.
دوی ټولو ښاغلی ننګ په لغمان کې يو بريالی مامور ياد کړ او په راتلوونکي ژوند کې ورته د لا ډېرو برياوو غوښتنه وکړه.
په ورته مهال لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ د لغمان له ټولو شريفو ولسونو څخه مننه وکړه، چې د مخه ښې په مراسمو کې له دوی سره ګډون وکړ.
هغه د ټولو امنيتي ځواکونو قرباني مهمه ياده کړه او زياته يې کړه، چې دوی د افغانستان د تاريخ عزتمنده شمله ده.
نوموړي وويل زمونږ امنيتي ځواکونه د هېواد، خاورې او ناموس څخه دفاع کوي او دوی د دې هېواد ريښتيني اتلان دي.
ښاغلي ننګ وويل د الله ج په نوم قسم خورم ، چې د خپل دوه نيم کلن ماموريت په جريان کې مې يوه روپي رشوت نه دی اخيستی او نه مې يو متر ځمکه په چا باندې خرصه کړې.
پخواني والي وويل د لغمان د ولسونو د همکارۍ د مننې په موخه الفاظ نه لرم، خو ځان د دوی پوروړی ګڼم.
نوموړي د غونډې په ورستۍ برخه کې يو ځل بيا د لغمان د ملکي او نظامي ادارو د همکارانو ترڅنګ له ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې له ده سره يې د دوه نيم کلن ماموريت په جريان کې هر اړخيزه همکاري او مرسته ترسره کړې ده.
د غونډې په پای کې د يو شمېر ملکي او نظامي ادارو د مسوولينو ترڅنګ، ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو لغمان والي د کړيو خدمتونو د قدرداني په موخه د اعزاز په لونګيو او چمتو کړيو ډاليو باندې ونازوه او تر مشالې کمر یې بدرګه کړ.
۱۳۹۹/۴/۱۷