د مهترلام ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو د ویالو پاک کاري او د کثافاتو انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو د ښاري پاکوالي او روغتیایي چاپېریال د خوندي ساتلو په موخه، د ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو اړوند ساحو کې خپل فعالیتونه ترسره کړل
یادو فعالیتونو کې د ویالو د پاک کارۍ، د کثافاتو راټولولو او د کثافت دانیو تشولو چارې ترسره شوې، د یادو سیمو ویالې چې د کثافاتو او خټو له امله بندې شوې وې، له هر ډول خنډونو پاکې شوې، همداراز، له ګڼو سیمو څخه ډکې شوې کثافت دانۍ خالي کړل شوې، او ټول راټول شوي کثافات یو لرې مشخص ځای ته انتقال او د اصولو مطابق دفن شول
د دې فعالیتونو موخه دا وه چې د باراني اوبو د بندښت، ناولتیا خپرېدو، او د ناروغیو د احتمالي خپرېدو مخنیوی وشي او ښاریانو ته یو پاک، روغ او منظم چاپېریال برابر شي