د مهترلام ښار د ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي د تنظیف زیارکښو کارکونکو له لوري نن د مهترلام ښار د رحماني چوک او د کلنیګ د شاوخوا ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه
یاده صفايي کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات راټول کړل شول او یو مناسب ځای ته به انتقال او دفن کړل شي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي
مهترلام ښاروالۍ رهبري له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاک چاپېریال ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي