د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې
یاده چاره د مامور عزت الله نیازي ترمشرۍ لاندې ترسره شوه چې له ښار څخه کثافات انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول
د یادونې وړ ده چې د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي شپه او ورځ د ښار د پاکوالي او نظم لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي
