مهترلام ښار کې د بي کیفته او تاریخ تیره توکو د راټولولو او د نرخونو کنټرول کمیسون ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د لغمان صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ په مهترلام ښار کې د تاریخ تیره خوراکي او غیرې خوراکي توکو د راټولولو، د نرخونو د کنټرول او جنسونو د پایمانې کولو کمیسون ترسره شو
د یاد کمېسون غړو د مهترلام ښار له خوراکي توکو، نانوايانو، وچې او تازه ميوي، سبزي، غيرې الکولي دوکانونو او مارکيټونو څخه لیدنه وکړه، او هټيوالو ته يې سپارښتنې وکړې چې د جنسونو په پلورلو کې له انصاف څخه کار واخلي او د لوړو نرخونو او لږ وزنونو څخه په جدي توګه ډاډه وکړي، که هر چا بې انصافي وکړه او له نرخنامې څخه یې سرغړونه وکړه ورسره قانوني چلند کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د یادونې وړ ده چې د یاد کمېسون له لوري یو شمیر تاریخ تیره خوارکي او غیرې خوراکي توکي هم راټول کړل شول او د صنعت او سوداګرۍ ریاست په ګدام کې مهرلاک شو