په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ۲۶ عدده کثافت دانۍ لګول کېږي

مهترلام ښاروالۍ د پاک چاپېریال ساتنې او ښاري نظم د ښه والي په موخه د مهترلام ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۲۶ عدده کثافت دانیو د لګولو چارې ترسره کوي
د دغې پروژې د عملي کولو لپاره نن د مهترلام ښاروالۍ د ځانګړې تعین شوې کمیټې په حضور کې داوطلبي ترسره شوه، چې پکې اووه شرکتونو ګډون کړی و، له یادو شرکتونو څخه د نعمان عبدالحد رحیمي ودانیز شرکت، د ۹۳۱ زره افغانیو په نرخ وړاندې کولو سره، د داوطلبۍ په لومړي پړاو کې ګټونکی اعلان شو
د ښاروالۍ د تعین شوې کمیټې غړي وايي، چې وروستۍ پریکړه به د ارزیابۍ کمیټې له خوا وشي، او تر ارزونې وروسته به رسمي ګټونکی شرکت اعلان او ورسره به قرارداد لاسلیک شي
یادې کثافت دانۍ چې ۲۰ عدده پکې غټې فلزې او ۶ عدده کانکریټي شاملې دي د پاک چاپېریال ساتنې په موخه به د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې ولګول شي