د مهترلام ښاروالۍ د لومړي او درېیم پارکونو د قراردادونو د ورکړې په موخه مزایدې ترسره شوې

په دې مزایدو کې، چې د ښاروالۍ د ټاکل شوې کمېټې په حضور کې ترسره شوې، د لومړي پارک لپاره درې داوطلبانو ګډون کړی و. په پای کې مبین ولد محمدا جان د میاشتې په ۱۵ زره او ۴۵۰ افغانۍ لوړه بیه وړاندیز کولو سره ګټونکی وپېژندل شو
د درېیم پارک مزایده کې بیا څلورو داوطلبانو برخه اخیستې وه، چې نور اسلام ولد جمعه ګل د میاشتې په ۴۱ زره او ۴ سوه افغانۍ لوړې بیې په وړاندیز کولو سره بریالی شو
د مهترلام ښاروالۍ د تدارکاتو او خدماتو مدیر د معلوماتو له مخې، یاد پارکونه د یو کال لپاره په قرارداد ورکړل شول