د مهترلام ښاروالۍ له لوري په دویمه ناحیه کې د سرک د جوړیدو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۰:۵۵
حاجيانو کلي سرک

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار په دویمه ناحیه کې د حاجیانو د کلي د سرک جوړولو پروژه، چې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه تمویلېږي، ۶۰ سلنه یې کارونه بشپړ شوي دي
یاده پروژه چې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې، د تخنیکي معیارونو پر بنسټ پر مخ روانه ده، د ښاروالۍ د ډیزاین او براورد انجنیر عبدالله محمد احمدزی، چې د پروژې د چارو څارنه کوي، وایي چې تر دې دمه د سرک د احاطې او لیول کارونه بشپړ شوي، د سرک او ویالو د کانکریټ اچونې لپاره چمتووالی روان دی چې ډېر ژر به یې چارې ترسره شي
احمدزي زیاته کړه چې دوی د پروژې د ښه معیاري کار او کیفیت په موخه وخت پر وخت نظارت کوي او قراردادي شرکت ته اړینې سپارښتنې کوي، څو کارونه د ټاکل شوو معیارونو سره سم تر سره شي
د سیمې اوسېدونکي له مهترلام ښاروالۍ خوښ دي او وایي" چې د سرک جوړیدو له امله به د دوی ستونزې هوارې شي، د تګ راتګ اسانتیاوې به رامنځته شي، او د موټرو لپاره به خوندي او معیاري لاره برابره شي
د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې پر ورځني ډول شاوخوا ۱۵ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS