د مهترلام ښاروالۍ له لوري په رسمي او منظور شويو پلانونو کې د خط‌اندازۍ چارې په چټکۍ روانې دي

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۵:۵۰
خط‌اندازۍ

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ او د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت ترچتر لاندې د ښاري خدمتونو مدیریت له لوري په رسمي او منظور شويو پلانونو کې د خلکو د نمرو د تثبیت او خط‌اندازۍ چارې په منظم ډول جریان لري
د ښاروالۍ اصلاحي او تفصلي پلان مامور انجنیر عبدالواحد محمدي وايي، چې یاده پروسه اوس مهال د مهترلام ښار د څلورمې ناحیې اړوند د څپرو په تفصلي او انکشافي پلان کې جریان لري چې په شاوخوا ۱۵ ورځو کې ۵۰ سلنه خط اندازي شوې ده
 هغه زیاته کړه چې د څپرو ( چپرهار) پلان ورړسته به نور ټول منظور شوي پلانونه هم تثبیت او خط‌اندازي شي

باید ویل شي چې دا هغه نمرې دي چې په تېرو کلونو کې توزیع شوي، خو تر اوسه یې عملي تثبیت نه دی ترسره شوی اوس به د یادې پروسې له بشپړېدو وروسته هر شخص ته خپله نمره په واضح ډول وښودل شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS