د مهترلام ښاروالۍ معاون د ۱۴۰۵ کال پروژې او لاسته‌راوړنې له ملي تلویزیون سره شریکې کړې

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۶:۴۹
پروژې

د مهترلام ښاروالۍ معاون الحاج عبداللطیف اخندزاده د پشه‌يي ژبې له لارې له ملي تلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې د ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال پروژو، لاسته‌راوړنو، ترسره شوو فعالیتونو او وړاندې کېدونکو ښاري خدماتو په اړه معلومات شریک کړل

نوموړي د ښاروالۍ د روان کال د پروژو او فعالیتونو ترڅنګ، د ښاریانو لپاره د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ترسره شوو اقداماتو په اړه هم څرګندونې وکړې

د یادونې وړ ده چې سږکال مهترلام ښاروالۍ د څه باندې سل میلیونه افغانیو په ارزښت په مهترلام ښار کې د بیارغونې پروژې پلې کوي چې تر دې دمه د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ پروژو چارې پیل شوي دي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۶:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ او اصنافو ترمنځ د ښاري نظم او پاکوالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښار د پاکوالي او ښاري نظم په موخه، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د امرینو په ملتیا، د ښار د مارکیټونو له مسؤلینو او اصنافو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو د فعالیتونو دوام؛ د ښار یو شمېر ویالې پاکې شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو د ښاري پاکوالي او د اوبو د بهیر د عادي ساتلو په موخه، نن د ښار یو شمېر هغه ویالې پاکې کړې چې د کثافاتو د راټولېدو له امله ډکې شوې وې

یاده چاره د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۶:۴۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ معاون د ۱۴۰۵ کال پروژې او لاسته‌راوړنې له ملي تلویزیون سره شریکې کړې

د مهترلام ښاروالۍ معاون الحاج عبداللطیف اخندزاده د پشه‌يي ژبې له لارې له ملي تلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې د ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال پروژو، لاسته‌راوړنو، ترسره شوو فعالیتونو او وړاندې. . .

BACK TO NEWS