د مهترلام ښاروالۍ معاون د ۱۴۰۵ کال پروژې او لاستهراوړنې له ملي تلویزیون سره شریکې کړې
د مهترلام ښاروالۍ معاون الحاج عبداللطیف اخندزاده د پشهيي ژبې له لارې له ملي تلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې د ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال پروژو، لاستهراوړنو، ترسره شوو فعالیتونو او وړاندې کېدونکو ښاري خدماتو په اړه معلومات شریک کړل
نوموړي د ښاروالۍ د روان کال د پروژو او فعالیتونو ترڅنګ، د ښاریانو لپاره د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ترسره شوو اقداماتو په اړه هم څرګندونې وکړې
د یادونې وړ ده چې سږکال مهترلام ښاروالۍ د څه باندې سل میلیونه افغانیو په ارزښت په مهترلام ښار کې د بیارغونې پروژې پلې کوي چې تر دې دمه د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ پروژو چارې پیل شوي دي
