د مهترلام ښاروالۍ په مالي لګښت د تیستو ناکامورا تفریحي پارک د لمړي پړاو کارونه بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۴:۳۸
پارک ناکامورا

یاد تفریحي پارک د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي سربیره د ولایتي ادارې د رئیسانو، د مهترلام ښاروالۍ د مشورتي بورد د غړو، د قومي مشرانو، د ګذر وکیلانو او ځوانانو په لاسونو ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

د مهترلام ښاروال د معلوماتو له مخې: د تیستو ناکامورا تفریحي پارک د لومړي پړاو کارونه د شپږو میاشتو په موده کې، د شپږ نیم میلیونو افغانيو په لګښت په (۲۰) جریبه ځمکه کې د افغان سکوپ ساختماني شرکت لخوا په ښه معیاري، کیفیت او ډیزاین بشپړ، نن د یو شمیر دولتي چارواکو او قومي مشرانو په حضور کې یې کاري چارې پای ته ورسیدې.

مهترلام ښاروال زیاته کړه: تیستو ناکامورا پارک د مهترلام بابا په تفصلي پلان کې شامل ده، چې په دغه پلان کې د امنیتي ځواکونو د شهداؤ ورثه وو ته (۱۸۰۰) استوګنیزې نمرې ویشل شوي دي، نن ورته تفریحي پارک جوړ او لومړی پړاو یې پای ته ورسیده او نور پړاوونه به یې هم ډیر ژر بشپړ او ګټې اخستنې ته به وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې: مهترلام ښاروالۍ د امنیتي ځواکونو شهداو ته پر وخت اجرات کړي، هغوۍ ته یې د استوګنیزو نمرو پر وخت د ویش ترڅنګ، هغوۍ ته د ښو خدماتو وړاندې کولو ژمنه کړې ده.

#مهترلام_ښاروالۍ

#دسیمه_ایزو_اورګانونو_اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۵۸
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ښاري خدمتونو د ښه‌والي په موخه د کورونو ثبت سروې جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د لا ښه‌ والي او د صفایي محصول د دقیق ثبت په موخه، د پنځمې ناحیې مدیریت د استوګنیزو کورونو د ثبت سروې پیل کړې ده

د پنځمې ناحیې مدیر، محمد منیر فاروق،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۴۹
Background image

مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پروژو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وکړ

د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د دوو پراختیايي پروژو چارې جریان لري چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د يادو پروژو له کارونو څخه. . .

BACK TO NEWS