مهترلام ښار د اسد ۲۴مې ملي ورځې په ویاړ په بېرغونو وپوښل شو

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۰:۲۵
بیرغ

د اسد د ۲۴مې ملي ورځې د نمانځنې په ویاړ، د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امریت په ابتکار د ښار په بېلابېلو برخو کې سپین بیرغونه ولګول شول. دا ورځ چې د هېواد د ازادۍ، د مجاهدینو د بریا او د امریکایي اشغالګرو د ماتې په نوم یادیږي، هر کال د ویاړ او ملي غرور په فضا کې نمانځل کېږي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل چې د یادې ورځې په مناسبت د ښار ټولو چوکونه، درې لارې او پارکونه په سپین بیرغ وپوښل شو، هغه زیاته کړه چې د ښاروالۍ ټیم به د ملي ورځې د شاندارو مراسمو د ترسره کولو ترڅنګ، نړیوالو ته دا پیغام ورسوي چې افغانان د خپلې خاورې او ناموس دفاع د سر په بیه کوي
ښاروال همداراز ټولو اصنافو او دوکاندارانو ته لارښوونه کړې وه چې د خپلو دوکانونو مخې ته بیرغونه ولګوي، چې دغه غوښتنه د ښار د سوداګرو له خوا په بشپړ ډول عملي شوې
باید وویل شي چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د ښکلا لپاره د تنظیفي برنامو چارې هم روانې دي، څو د اسد د ۲۴مه ملي ورځ په منظم او شاندارو مراسمو ونماځل شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS