مهترلام ښار کې د اسد ۲۴مې د ملي ورځې نمانځنې په موخه د بیرغونو لګولو بهیر روان دی

د اسد د ۲۴مې ملي ورځې په مناسبت، چې د مجاهدینو د بریا او د امریکايي اشغالګرو د ماتې له تاریخي ورځې سره سمون خوري، مهترلام ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې د بیرغونو د لګولو لړۍ پیل کړې ده
په دې لړ کې د ښار مهمې څلورلارې، چوکونه، درې لارې، تنویري پايي او نور عامه ځایونه شامل دي چې په ټولو اړونده ساحو کې به بیرغونه ولګول شي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وايي، د بیرغونو لګولو دغه بهیر د ښار له بېلابېلو ساحو څخه پیل شوی او د اسد د ۲۴مې ورځې تر پای پورې به دوام ولري
همداراز ښاروال زیاتوي، چې د بېرغونو د لګولو دغه چاره د ښاري ښکلا ترڅنګ د دې ورځې ملي ارزښت ته د درناوي په موخه ترسره کېږي
یاده دې وي چې د اسد ۲۴مه، د افغان ملت د قربانیو، سرښندنو او خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو ورځ ده چې هر کال په ټول هېواد کې د ویاړ، ملي غرور او خاصو شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي