مهترلام ښار کې د سړکونو او ویالو پاک‌کاري ترسره شوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۷:۳۸
پاکونه

مهترلام ښاروالۍ د ښار پاکوالي ته ژمنه پاتې شوې او د همدې ژمنتیا په دوام، د یادې ادارې د تنظیف مدیریت زیارکښو کارکوونکو له خوا د لغمان سرافي مارکېټ اړوند ساحه او د علینګار ولسوالۍ پر لور غځېدلي سرک غاړې، ویالې او پلچکونه په منظم شکل پاک کړل شول
په یاده پاک کاري کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات او خځلې راټول شوې چې یو مناسب ځای ته به انتقال او دفن شي
دغه چاره د ښار د ښکلا، روغتیايي وضعیت او ښاریانو ته د پاک چاپېریال برابرولو په موخه ترسره شوې، چې پکې د سرکونو د جارو (خاکروب) پروسه هم شامله وه، ترڅو ښاریان له یو پاک او منظم چاپېریال څخه برخمن شي
مهترلام ښاروالۍ رهبري له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښار په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف کارکونکي یې یو لرې او مناسب ځای ته انتقال او دفن کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS