په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ګډ آشر ترسره شو

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۳۸
د ښار راپور

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر چطر لاندې د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په مهترلام ښار کې ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ برابر شوی وو، د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري ترڅنګ د ښاروالۍ امرینو، مدیرانو، ګذر وکیلانو، ورزشکارانو، د اصنافو ریاست مسؤلینو او ښاریانو ګډون کړی وو
د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري وویل، چې نن یې د مهترلام ښاروال په مشرۍ په ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې او ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه ګډ آشر ترسره کړ
همداراز نوموړي له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې د ښار پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي
د مهترلام ښار اوسېدونکو د ښاروالۍ دا ګډ آشر یو مثبت ګام وباله او ویې ویل، چې دا ډول اقدامات نه یوازې د ښار په پاکوالي کې مرسته کوي، بلکې د خلکو ترمنځ د عامه پوهاوي د لوړولو سبب هم ګرځي
دا لومړی ځل نه دی چې په ښار کې د ښاروالۍ له لوري داسې فعالیت تر سره کېږي بلکې له دې وړاندې هم یاده چاره ترسره شوې ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS