په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ د جوړېدو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلالآباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چارې په منظم شکل جریان لري
په یاده پروژه کې د تیلو پمپ، موټرشويي، د اوبو څاه او د بدرفت څاه جوړول شامل دي، چې کارونه یې د پلان له مخې جریان چې تر اوسه یې ۸۰ سلنه کارونه بشپړ شوي
د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق په موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وخت پر وخت د مسلکي او تخنیکي انجنیرانو په ملتیا له یادې پروژې څخه لیدنه کوي او د کارونو د ښه کیفیت په موخه ټینګار کوي
د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې د ښاروالۍ له لوري شاوخوا ۴۵ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده
