تړل شوینور دلته
د مهترلام ښاروالۍ د دوو انجنیري بستونو بریالي کسان اعلان شول
څه موده وړاندې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دوو انجنیري بستونو، (لابراتوار انجنیري) او (ډیزاین او براورد انجنیري)، لپاره ازموینه اخیستل شوې وه چې د پایلو له مخې د لابراتوار انجنیري بست ته صفتالله د حمیدالله زوی او د ډیزاین او براورد انجنیري بست ته محمدالرحمن د عزیزالرحمن زوی د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي اعلان شول
هغه کسان چې د یادې ازموینې په اړه کومه نیوکه یا شکایت لري، کولای شي تر درېیو کاري ورځو پورې خپل شکایتونه د لغمان ولایت د اصلاحاتو اداري ریاست ته وسپاري
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د شفافیت او د وړتیا پر بنسټ د استخدام پروسې د تطبیق ډاډ ورکوي
مهترلام ښاروالۍ د ډیزاین او براورد انجنیري پنځم بست اعلان ته وسپاره
مهترلام ښاروالۍ د کارونو د شفافیت او وړتیا پر بنسټ کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د ډیزاین او براورد انجینرۍ پنځم بست اعلان ته سپارلی دی
د یاد بست لپاره هغه کاندیدان چې غواړي ازموینه ورکړي، باید لږ تر لږه په یاده برخه کې د لېسانس سند ولري
د یادونې وړ ده چې یاد بست ته د روانې عقرب میاشتې له ۷ مې تر ۱۸ مې نیټې پورې نوملیکنه کېږي. د نوم لیکنې فورمې د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو له مدیریت څخه ترلاسه کولای شئ
مهترلام ښاروالۍ د لابراتوار انجینرۍ پنځم بست اعلان ته وسپاره
مهترلام ښاروالۍ د کارونو د شفافیت او وړتیا پر بنسټ د کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د لابراتوار انجینرۍ پنځم بست اعلان ته سپارلی دی
د یاد بست لپاره هغه کاندیدان چې غواړي ازموینه ورکړي، باید لږ تر لږه په یاده برخه کې د لېسانس سند ولري او اړینه کاري تجربه هم ورسره موجوده وي
د یادونې وړ ده چې یاد بست ته د روانې وږي میاشتې له ۳ مې تر ۱۳ مې نیټې پورې نوملیکنه کېږي.
هیره دې نه وي چې د نوم لیکنې فورمې د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو له مدیریت څخه ترلاسه کولای شئ
مهترلام ښاروالۍ کار اهل کارته د سپارلو په موخه ۳ نوي بستونه د دوېیم ځل لپاره اعلان ته وسپارل
مهترلام ښاروالۍ د کارونو په شفاف ډول پر مخ بېولو او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه ۳ بستونه چې ۶ درجه ثبت املاک مامور بستونه دي، د دوېیم ځل لپاره اعلان ته وسپارل
د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو مدیر عبدالوسع واحدي وايي، هر هغه څوک چې غواړي په ۶ درجه بستونو کې امتحان ورکړي حد اقل باید د څوارلسم سند ولري او یا هم د هغه معادل له دیني مدرسو څخه فارغ وي او د اړوند وزارت د فراغت سند ولريد یادونې وړ ده چې یادو بستونو ته د روانې جدي میاشتې له ۱۸ مې تر ۲۵مې نیټې پورې نوملیکنه کېږي
هیره دې نه وي چې د نوم لیکنې فورمې د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو له مدیریت څخه ترلاسه کولای شي
