مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پرسونل سره د معرفت غونډه ترسره کړه
د ریاست الوزراء د حکم له مخې د مهترلام ښاروالۍ لپاره د نوي ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق له ټاکل کېدو وروسته، نوموړي د ښاروالۍ له آمرینو، مدیرانو او مامورینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د معرفت ناسته ترسره کړه
په دې غونډه کې نوي ښاروال ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې ښاروالۍ د ټولو ګډ کور دی او په ګډه همکارۍ به د مهترلام ښار د آبادۍ، پراختیا او ښاري خدمتونو د لا ښه والي لپاره هڅې وکړي
ښاروال همداراز د ښاروالۍ له ټولو آمرینو، مدیرانو او مامورینو وغوښتل، چې د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له هر څه وړاندې د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي، څو د خلکو کارونه له ځنډ او خنډ پرته پر مخ ولاړ شي
په همدې حال کې د ښاروالۍ کارکوونکو په نوبت سره نوي ښاروال ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د ښار د پرمختګ او ښاري خدمتونو د ښه کېدو په برخه کې به ورسره پوره همکاري او ملاتړ کوي
