د تنظیف او زرغونتیا کارکوونکو له لوري د پارکونو او ګلدانونو خړوبول په منظم ډول ترسره کېږي
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او زرغونتیا زیارکښ کارکوونکي هره ورځ د ښار پارکونه، نیالګي او ګلدانونه د منظم پلان له مخې خړوبوي او پالنه یې کوي
د پارکونو د اوبه کولو لپاره منظم سیستم فعال دی، او د ښار ګلدانونه د ټانکرونو په وسیله اوبه کېږي، ترڅو شنې ساحې تل زرغونې او تازه پاتې شي
د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مامور ریحان الله اریان وایي، چې هره ورځ له پارکونو او ګلدانونو څخه څارنه ترسره کوي او اړوندو کارکوونکو ته د ښې ساتنې او منظم خړوبولو سپارښتنې کوي
د یادونې وړ ده چې د دغو دوامداره هڅو له امله د مهترلام ښار پارکونه او ګلدانونه په ښه ډول زرغون او منظم ساتل شوي دي
