د مهترلام ښار اړوند رحماني چوک کې د موسمي اوبو د راوتلو د مخنیوي په موخه عملي اقدامات ترسره شول
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د ښاروالۍ یو شمېر آمرینو او مدیرانو یې ملتیا کوله، په مهترلام ښار کې له هغې ویالې څخه لیدنه وکړه چې د موسمي بارانونو پر مهال ډکېږي او اوبه یې رحماني چوک ته راووځي
ښاروال د لیدنې پر مهال د ویالې په مسیر کې موجودې ونې او نور خنډونه لېرې کړل او د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې یاده ویاله په اساسي او معیاري ډول جوړه کړي، ترڅو د اوبو بهیر په منظم ډول جریان ومومي او ښاریان په یو پاک او منظم ښار کې خپلې چارې ترسره کړي
باید وویل شي چې د ویالې په مسیر کې شته خنډونه لېرې شوي او د ویالې له جوړېدو وروسته به په رحماني چوک کې د اوبو د راوتلو او راټولېدو ستونزه تر ډېره حده حل شي، چې له امله به یې ښاریان له یادې ستونزې څخه په آمن کې شي
