د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د ښاري انضباطاتو مدیر قاري انتظار معاذ تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چې په ترڅ کې یې له پلو لارو څخه کثافات، خاورې او خځلې راټولېږي او ټاکلو ځایونو ته انتقالېږي
مدیر معاذ وايي، چې د دې فعالیت موخه د ښاري نظم پیاوړتیا، د پلو لارو پاک ساتل او ښاریانو ته د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابرول دي
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ د ګډ کمېسیون له لوري د یاد سړک له دواړو غاړو د پلو لارو خنډونه لېرې شوي، چې او اوس د پاکولو او منظمولو چارې په دوامداره توګه روانې دي، ترڅو یاده لاره په بشپړ ډول پاکه او منظمه شي
